زابل کې یوه سیمه ییز پولیس خپل شپږ ملګري وژلي

7 جوزا 1396 ساعت 13:15

امنیتي چارواکي وايي، په زابل ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس د خپلې پوستې شپږ پولیس همکاران په ډزو وژلي دي.


امنیتي چارواکي وايي، په زابل ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس د خپلې پوستې شپږ پولیس همکاران په ډزو وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پښه تېره شپه د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ د سيوري لوټې په امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
امنیتي چارواکي زیاتوي، چې په یاده سیمه کې د سیمه ییزه پولیسو یو تن په پوسته کې په خپلو ملګرو ډزې کړې او شپږ تنه یې وژلي دي.
د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي هم د پېښې پخلی کوي، خو وايي، د څېړنې په موخه خپله سیمې ته ورغلی، چې معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړای شي.
که څه هم تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی په ګوته شوی، خو ځینې رسنیو د چارواکو له قوله وايي، چې برید کوونکي پولیس د طالبانو نفوذي کس و او له بریده وروسته طالبانو ته ورتېښتېدلی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94890

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94890/

جمهور
  https://www.jomhornews.com