افغانستان، روسیه او ایران ګډه امنیتي غونډه جوړوي

3 جوزا 1396 ساعت 16:08

ښايي، د افغانستان، روسیې او ایران د امنیتي چارواکو تر منځ یوه ګډه درې اړخیزه امنیتي غونده په نېږدې راتلونکې کې جوړه شې.


ښايي، د افغانستان، روسیې او ایران د امنیتي چارواکو تر منځ یوه ګډه درې اړخیزه امنیتي غونده په نېږدې راتلونکې کې جوړه شې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې غونډې د جوړېدو پر سر په مسکو کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار او ایران د ملي امنیت سلاکار تر منځ ژمنه شوې.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني نن د روسیې پلازمېنه مسکو کې د لوړ پوړو امنیتي مسوولینو د اتم امنیتي کنفرانس په څنډه کې سره لیدلي.
دواړو لورو د پولو د امنیت، له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره پر مبارزې ټينګار کړی دی او په دې برخه کې یې د همکاریو ژمنې کړې دي.
ښاغلی اتمر او ښاغلی شمخاني پر دې هم سلا شوي، چې ډېر ژر به د افغانستان، ایران او روسیې تر منځ درې اړخیزه امنیتي غونډه جوړه شي.
د ایران د ملي امنیت شورا هم د دغه خبر پخلی کړی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي، دواړو لورو ژمنه کړې چې ډيره ژر به د افغانستان، ایران او روسیې د ملي امنیت د سلا کارانو تر منځ امنیتي غونډه جوړه شي.
باید و ویل، چې د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر نن په مسکو کې له خپل هندي سیال اجیت دووال سره هم کتلي او پر ګڼو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94774

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94774/

جمهور
  https://www.jomhornews.com