افغان پلاوی:

په هېواد کې ځينې کړۍ د ډیورنډ فرضي کرښې د رسمیت هڅه کوي

3 جوزا 1396 ساعت 9:47

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته تللی دولتي پلاوی وایي، په هېواد کې ځينې کړۍ د ډیورنډ فرضي کرښې د رسمیت هڅه کوي.


د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته تللی دولتي پلاوی وایي، په هېواد کې ځينې کړۍ د ډیورنډ فرضي کرښې د رسمیت هڅه کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلاوي، له هغو سیمو لیدنه کړې، چې په دې وروستیو کې په کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې وشوې.
د پلاوي غړي وایې له ډيورنډ کرښې سره نږدې د پاکستان هېڅ ډول تیری ورته د منلو نه دی او پر هغو سياسيونو یې نیوکه وکړه د شخصي ګټو لپاره د سرتېرو قربانۍ هيروي او د ډیورنډ په رسمیت پیژندلو هڅې کوي، خو زیاتوي چې افغانان به هېڅکله ډيورنډ کرښه په رسمیت ونه پېژني.
باید و ویل شي، چې نېږدې یوه میاشت وړاندې په یاده سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې دواړو خواو ته په کې درنه مرګ ژوبه واوښته.
له دغه پېښې وروسته پاکستان د سپین بولدک دروازه وتړله او له څو ځله دوه اړخیزه ناستو وروسته لاهم یاده ستونزه نه ده حل شوې او دروازه د پاکستان لخوا بنده ساتل شوې ده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94761

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94761/

جمهور
  https://www.jomhornews.com