ننګرهار کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

2 جوزا 1396 ساعت 13:49

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وسله والو مخالفینو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وسله والو مخالفینو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هوايي ډګر ۰۲ ځانګړې قطعې ځواکونو دغه عملیات تېره شپه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ په فارم سيمه کې تر سره کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼۍ وايي ۰۲ ځانګړې قطعې دغه عملیات د بهرام په نوم د یوه طالب قوماندان د نیولو په موخه تر سره کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه عملیاتو کې د قوماندان بهرام په ګډون یو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېره یې په ګوته نه کړه.
خوږیاڼی وايي په عملیاتو کې د وسله والو دوه موټر او دوه موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، د عملیاتو پر مهال مقاومت شوی، چې له امله یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په وینا یې په دې اړه پلټنې روانې دي، چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه څومره ده.
په ورته وخت کې یوې باوري امنیتی سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دې عملیاتو کې یو نارینه او دوه مېرمنې وژل شوې او دغه راز د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.
دغه سرچينې دا هم ویلي، چې په عملياتو کې قوماندان بهرام هم وژل شوی او په سيمه کې يو شمېر نورو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 94734

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94734/

جمهور
  https://www.jomhornews.com