کندهار کې ماین چاودنې ۳ ولسي وګړي و وژل

2 جوزا 1396 ساعت 12:46

چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۸ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۸ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سهار د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د کلان کچې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، چاودنه د ولسي وګړو په تراکتور شوې، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي.
خپلواک زیاتوي، چې دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، چې ولسي وګړي یې قرباني شول، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې په لوګر ولایت کې هم د واده د ورا په موتر د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي و، چې مېرمنې او ماشومان هم په کې و.
جمهورآژانس:کندهار


کد مطلب: 94733

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94733/

جمهور
  https://www.jomhornews.com