د لغمان چارواکي:

په تېره یوه اونۍ کې ۱۶۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

2 جوزا 1396 ساعت 10:22

چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۱۶۱ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۱۶۱ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان امنیتي ځواکونو له تېرې یوې اونۍ راهیسې د لغمان په بېلا بېلو برخو کې د سېلاب پنځه په نوم چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، د دغه عملیاتو له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۶۱ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د عملیاتو او جګړې پر مهال ۱۰۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي دي.
ځواک دا هم وايي، چې په دغه جګړه کې پنځه افغان امنیتي سرتېري هم وژل شوي، خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:لغمان


کد مطلب: 94725

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94725/

جمهور
  https://www.jomhornews.com