لغمان کې ترافیکې پېښې ۱۲ تنه وژلي

2 جوزا 1396 ساعت 10:14

چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ ماسپښین مهال د لغمان د مرکز متهرلام او الیشنګ ولسوالۍ تر منځ په غځېدلې لار رامنځ ته شوې.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې سپږلۍ موټر لومړی له سړک څخه وتلی او وروسته چپه شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
په خبرپاڼه کې د ټپیانو د روغتیايي او د پېښې د رامنځ ته کېدو په لامل څه نه دي ویل شوي، خو ډېری دغه ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې پروايۍ، ګړندي تنګ او دغه راز د لارې د خرابوالي له امله رامنځ ته کېږي.
جمهورآژانس:لغمان


کد مطلب: 94724

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94724/

جمهور
  https://www.jomhornews.com