د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر روسیې ته ولاړ

2 جوزا 1396 ساعت 8:31

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل روسي سیال په بلنه مسکو ته ولاړ او هلته به له یو شمېر روسي چارواکو سره وګوري.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل روسي سیال په بلنه مسکو ته ولاړ او هلته به له یو شمېر روسي چارواکو سره وګوري.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه وايي، ښاغلی اتمر به په مسکو کې په اتم امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.
په دغه کنفرانس کې به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او په ځانګړې توګه د داعش د فعالیتونو پر مخنیوي او ځینو نورو مسایلو خبرې اترې وشي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار به د چين، ايران، ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان د ملي امنيت له سلاکارانو سره هم پر امنيتي همکاريو خبرې وکړي.
باید و ویل شي، چې په دغه کلني امنيتي کنفرانس کې چې ٢ ورځې به دوام کوي، د ٢٥ هېوادونو عالي رتبه امنيتي چارواکي برخه لري.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94719

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94719/

جمهور
  https://www.jomhornews.com