۰

د امریکا په هوايي بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله ډېره شوې ده

پنجشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۵
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د امریکا د هوايي بریدونو له امله د ملکي مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې ده.
د امریکا په هوايي بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله ډېره شوې ده
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د امریکا د هوايي بریدونو له امله د ملکي مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد سازمان په یوه لیک کې د امریکا له دفاع وزیر جیمز متیس نه غوښتنه کړې، چې دوی دې په افغانستان کې د هوايي بریدونو پر مهال د ملکي خلکو د ساتنې لپاره خپل اقدامات ډیر کړي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د آسیايي څانګې مسوول براد آدامس په دغه لیک کې ویلي، چې په وروستیو کې د امریکا په هوايي بریدونو کې د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکا دمګړی هم د داعش، القاعده او طالبانو پر وړاندې په افغانستا ن کې جګړه کوي نو ښه به وي، چې په خپلو بریدونو کې د ملکي وګړو ساتني ته جدي پاملرنه وکړي او د دوی ژوند له خطر سره مخ نه کړي.
په لیک کې ددفاع له وزیره غوښتل شوي، چې امریکا دې د افغانستان په اړه په خپله نوې ستراتيژۍ کې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره اړینو اقداماتو ته ځای ورکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین