۰

کندهار کې چاودنو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۶
چارواکي وايي، په کندهار ښار کې د دوه پرلپسې چاودنو پر مهال ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
کندهار کې چاودنو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
چارواکي وايي، په کندهار ښار کې د دوه پرلپسې چاودنو پر مهال ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې تېره شپه شاوخوا ۸:۳۰ بجې د کندهار ښار د سردار مددخان څلور لاري کې رامنځ ته شوې دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، لومړی په یاده سیمه کې پر صرف موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې، چې سیمې ته د پولیسو د رسېدو سره سم دوهمه چاودنه هم رامنځ ته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې دوهمه چاودنه په زرنج موټر سایکل کې د ځای پر ځای کړای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې.
د کندهار د والي ویاند وايي په دغه چاودنه کې یو ولسي وګړی وژل شوی او د دریو پولیسو په ګډون ۱۰ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې ځینې امنیتي سرچینې بیا وايي په دغه چاودنه کې د کندهار ښار د څوارلسمې امنیتي حوزې امر هم ټپي شوی دی.
تر اوسه د چاودنو مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین