۰
ننګرهار:

د داعش ۱۲ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شوه

سه شنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۵
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو یوه ۱۲ کسیزه ډله له جګړې لاس په سر او د سولې له بهیر سره یو ځای شوه.
د داعش ۱۲ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شوه
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو یوه ۱۲ کسیزه ډله له جګړې لاس په سر او د سولې له بهیر سره یو ځای شوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د داعش د دغه ۱۲ کسیزه ډلې مشر تعويزخان نوموېږي او تېره ورځ له خپلو وسلو سره یو ځای د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي زیاتوي، چې د تعویز خان په مشرۍ د داعش دغه ډله د ملي امنیت د منسوبینو په هلو ځلو د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې یادې ډلې د ننګرهار په کوټ، هسکه مېنه، نازیانو او اچین ولسوالیو کې د مفتي عبدالله اورکزي په مشرۍ د داعش په لیکو کې دولت ضد فعالیت کاوه.
د سولې له بهیر سره د داعش د دغه یو ځای شوې ډلې مشر تعویز خان و یلي، چې د ننګرهار اچين وسلوالۍ د باندر سيمي اوسيدونکی دی.
د هغه په وینا له درې کالو راهيسې د خپلې کورنۍ په ګډون له داعش ډلې سره يو ځای شوی و، چې د حقيقت په درک کولو سره يې د داعش ليکي پريښودې او دولت سره يوځای شو.
تعویز خان زیاته کړې، چې تر دې وروسته به د خپل هيواد د بهبود لپاره کار کوي او له نورو مخالفو وسلوالو يې هم غوښتنه وکړه ، چې د پرديو په لمسون خپل هيواد وران نه کړي او د سولې پروسې سره دې يوځای شي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین