>> جمهور - د چابهار بندر پاتې کارونه به هم ډېر ژر بشپړ شي
 
۰
عبدالله:

د چابهار بندر پاتې کارونه به هم ډېر ژر بشپړ شي

سه شنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۰
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د چابهار بندر څخه د ګټې اخیستې لومړني کارونه تر سره شوي خو ځینې یې لا هم شته، چې په راتلونکې کې به بشپړ شي.
د چابهار بندر پاتې کارونه به هم ډېر ژر بشپړ شي
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د چابهار بندر څخه د ګټې اخیستې لومړني کارونه تر سره شوي خو ځینې یې لا هم شته، چې په راتلونکې کې به بشپړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله تېره ورځ د کابینې به غونډه کې ویلي، چابهار بند د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې دی او د بشپړې ګټې اخیستنې له پاره به یې پاتې کارونه هم تر سره شي.
نوموړي زیاته کړې، چې له ياد بندر څخه د ګټې اخيستنې لپاره يې له هند او ايران سره په ګډه ځينې لومړني کارونه بشپړ کړي، خو د ترانسپورټ، ګمرکونو او دغه راز مقرراتو په برخه کې لا هم کار ته اړتيا ده.
باید و ویل شي، چې د چابهار د اقتصادي او سوداګريزې پروژې تړون تېر کال د افغانستان، هند او ايران د مشرانو له لوري لاسليک شو، چې ويل کېږي د افغانستان لپاره به د ميليونونو ډالرو عايد سربېره د سوداګرۍ په برخه کې هم د پام وړ اسانتياوې را منځته کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین