افغان پولیسو په ننګرهار ولایت کې یو تن ځانمرګی برید کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې ژوندی نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دغه ځانمرګی تېره ورځ امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د جندرما پل سره نېږدې نیول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې ځانمرګي برید کوونکي غوښتل د امنیه قوماندانۍ پولیسو برید وکړي، خو پولیسو هدف ته له رسېدو وړاندې پېژندلی او نیولی دی.
خوږیاڼی زیاتوي، چې د نیول شوي ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک واسکټ د انجینرۍ ډلې له لورې خنثی کړای شوی دی.
ده و ویل، بریدګر د مګړۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو سره تر نورو څېړنو لاندې دی، خو د هغه د هویت په اړه یې څه ونه ویل.
جمهورآژانس:ننګرهار