سرچینې:

پېښور کې د طالبانو یو لوړ پوړی مسؤول وژل شوی دی

9 ثور 1396 ساعت 8:52

ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په خیبرپښتونخوا کې د طالبانو یو لوړ پوړی مسؤول مولوي محمد داود جلالي په یوه برید کې وژل شوی دی.


ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په خیبرپښتونخوا کې د طالبانو یو لوړ پوړی مسؤول مولوي محمد داود جلالي په یوه برید کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، چې د مولوي محمد داود جلالي په موټر د پېښور ښار جنوب لور ته څو کيلو متره ليرې د پندو سيمې په (غز چوک) کې برید شوی، خو د نوعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
دغه سرچینې زیاته کړې، له ملا داود سره یو بل طالب هم وژل شوی چې ملا خاکسار نوميږي او درېيم طالب ټپي شوی خو د هغه نوم یې نه دي څرګند کړی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ملا داود پر افغانستان د امريکا تر بريد وروسته د کابل لپاره د طالبانو لخوا والي ټاکل شوی و خو څو کاله وړاندې دی په پاکستان کې ونيول شو او له څو کاله بند وروسته بېرته خوشې شو.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93831

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93831/

جمهور
  https://www.jomhornews.com