سرچینه:

حکمتیار به سبا لغمان کې د رسنیو پر مخ ښکاره شي

7 ثور 1396 ساعت 10:10

د حزب اسلامي یوې باوري سرچینې ویلي، چې د دغه حزب امیر انجینر ګلبدین حکمتیار به سبا د جمعې په ورځ په لغمان ولایت کې د رسنیو پر مخ ښکاره شي.


د حزب اسلامي یوې باوري سرچینې ویلي، چې د دغه حزب امیر انجینر ګلبدین حکمتیار به سبا د جمعې په ورځ په لغمان ولایت کې د رسنیو پر مخ ښکاره شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په لغمان کې د حزب اسلامي دغه باوري سرچینې رسنیو ته زیاته کړې، ښاغلي حکمتیار د تېرې چهار شنبې په شپه لغمان ولایت ته رسېدلی دی.
سرچینې زیاته کړې لغمان ته د حکمتار له رسېدو سره سم هغه د خپل ګوندي ملګرو سره لیدنې کتنې پیل کړې او په پام کې ده، چې سبا په یوه لویه غونډه کې د رسنیو پر مخ ښکاره شي.
په ورته وخت کې د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک هم ویلي، چې ښاغلی حکمتیار به سبا د ثور د میاشتې په ۸ د یوې لویې غونډې په ترڅ کې راڅرګند شي.
ځواک پر خپله فسبوک پاڼه له هغه رسنیو چې غواړي دغه غونډه تر خبري پوښښ لاندې راولي غوښتي، چې خپل او د رسنۍ نوم له دوی سره شریک کړي تر څو د ګډون پر مهال له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و، چې حکمتیار د ننګرهار مرکز جلال آباد ته رسېدلی او ډېر ژر به د خلکو په منځ کې راښکاره شي.
له دې سره تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې ښايي حکمتیار له نېږدې یو میلیونو پلویانو سره ډېر ژر کابل ته راشي.
باید ویل شي، چې د حکمتیار د راتګ له آوازو سره سم د کابل ښار په ځینو سیمو او واټونو کې هم د ښاغلي حکمتیار انځورونه تر سترګو کېږي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93795

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93795/

جمهور
  https://www.jomhornews.com