روسیه د افغانستان په اړه د سلا مشورې نوی پړاو پيلوي

7 ثور 1396 ساعت 9:54

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روسیه غواړي د افغانستان د ستونزې د حل په موخه د سلا مشورې نوی پړاو پيل کړي.


د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روسیه غواړي د افغانستان د ستونزې د حل په موخه د سلا مشورې نوی پړاو پيل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف ویلي، په دې پړاو کې به هم هڅه دا وي، چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې وشي او د سیمې له هېوادونو سره د ستونزې د دایمي حل په موخه سلا مشورې وشي.
کابلوف دا نه ده، په ډاګه کړې چې د دغه پړاو د پيل کره نیټه او ځای به کوم وي، خو ویلي یې دي، چې د دې پړاو پیلولو ته بېړه نه لري.
کابلوف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تېره ورځ هم په مسکو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه یوه کنفرانس تر سره شو.
په دغه کنفرانس کې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي جګړه په افغانستان کې د ستونزو د حل لار نه ده او وسله وال طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني او د سولې لار خپل کړي.
بل خوا په دې کنفرانس کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم پر ګاونډیو، سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې افغانستان د خپلو رقابتونو ډګر ونه ګرځوي، او د افغانستان د ستونزې او د سولې په برخه کې ریښتینې مرستې وکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93793

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93793/

جمهور
  https://www.jomhornews.com