لاوروف:

طالبان د اساسي قانون ومني او د سولې خبرې دې پیل کړي

7 ثور 1396 ساعت 9:02

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، طالبان باید وسله پر ځمکه کېږدي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، طالبان باید وسله پر ځمکه کېږدي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لاوروف دغه څرګندونې تېره ورځ په مسکو کې د ترهګرۍ ضد په نړیوال کنفرانس کې د وینا پر کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په سیمه کې دې د ثبات لپاره طالبان اساسي قانون ومني، وسله دې پر ځمکه کېږدي او په افغانستان کې دې سوله ییز ژوند پيل کړي.
په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې دوی د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره په ګډه هڅه کوي په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره حل لاره پیدا کړي.
لاوروف زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري دې د تصویب شوو لایحو پر بنسټ ځينې افغان طالبانو ته چې غواړي د سولې له پروسې سره یو ځای شي، وخت ورکړل شي، څو له افغان حکومت سره خپلې ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار کړی، چې جګړه د حل لار نه ده او په افغانستان کې روانه جګړه د سیمې او افغانستان په ګته نه ده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93786

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93786/

جمهور
  https://www.jomhornews.com