لیوال:

د قومي بنسټونو له ملاتړه پرته ثبات نه شي رامنځ ته کېدای

6 ثور 1396 ساعت 8:47

د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال وايي، قومي مشران باید د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یو موټی او پر وړاندې یې خپل غږ اوچت کړي.


د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال وايي، قومي مشران باید د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یو موټی او پر وړاندې یې خپل غږ اوچت کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي لېوال چې تېره ورځ یې د ترهګرۍ پر وړاندې د ملي بسیج کېدو یا یو والي پر لور غونډه کې خبرې کولې و ویل، چې له امنیتي ځواکونو د قومي بنسټونو له ملاتړه پرته سوله او ثبات نه شي رامنځ ته کېدای.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې افغانستان له حساس پړاو څخه د تېريدو په حال کې دی او په دې برخه کې د قومي مشرانو رول کېدای شي چې مهم او ګټور ثابت شي.
ښاغلي لېوال له قومي بنسټونو وغوښتلو چې په ملي یووالي سره د افغانانو د وژلو منه ونیسي او افغانستان له روان بحران څخه راووزي.
سرپرست وزیر وايي، هڅه کوي، څو له ولایتونو څخه قومي مشران را وبولي او ترې وغواړي، چې له روانې تپل شوې جګړې څخه د وتلو پريکړه پخپله وکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93749

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93749/

جمهور
  https://www.jomhornews.com