د هلمند امنيتي چارواکي وايي، د ميوند قول اردو ٢١١ لوړ پوړي او ټيټ پوړي مامورين د وظيفوي غفلت له امله څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د دې قول اردو ٢١١ غړي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د هغه په وینا د يادو کسانو لومړۍ محاکمه شوې او بله هغه به يې هم په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د همدې قول اردو قومندان تورن جنرال معين فقيري هم د فساد او وظيفوي غفلت له امله له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شوی و.
جمهورآژانس:هلمند