۰

کابل کې د هند د سفارت د ساتونکو قوماندان هند ته اخراج شوی

پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۶
هندي رسنۍ وايي، کابل کې د هند د سفارت د ساتونکو قوماندان د ناقانونه وسلې د لرلو له امله تر نیول کېدو وروسته هند ته اخراج شوی دی.
کابل کې د هند د سفارت د ساتونکو قوماندان هند ته اخراج شوی
هندي رسنۍ وايي، کابل کې د هند د سفارت د ساتونکو قوماندان د ناقانونه وسلې د لرلو له امله تر نیول کېدو وروسته هند ته اخراج شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي، چې د هند یوه ډګروال په کابل کې د هند په سفارت کې کارکاوه او د یاد سفارت د ساتونکو قوماندان و، خو د هغه نوم یې نه دی په ډاګه کړی.
ویل کېږي دغه ډګروال دوې میاشتې وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د دوو وسلو د لرلو په خاطر په داسي حال کې ونیول شو چې هند ته روان و.
د انډیا ټوډې ورځپاڼې ویلي له همدې امله د هند دغه ډګروال په کابل کې له خپلې دندې لرې او بېرته هند ته لېږل شوی دی.
د هند حکومت هم په کابل کې د سفارت د ساتونکو له قوماندان سره د وسلې موجودیت غیرقانوني بللی او په دې خاطر یې برطرفه کړی دی.
د هند د امنیتي چارواکو له تحقیقاتو سره سم له دغه ډګروال سره موندل شوې وسله د هند د سفارت په لیست کې شامله نه وه او خپله دغه ډګروال هم ویلي، چې غیرقانوني وسله یې سهواً له ځان سره اخیستې وه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین