۰

کاناډا مېشتو افغانانو د امریکا پر ضد لاریون وکړ

پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۴
په کاناډا کې مېشتو سلګونو افغانانو د یوه لاریون په ترڅ کې د افغانستان په اچین ولسوالۍ د امریکا له خوا د تر ټولو ستر بم کارول په کلکو ټکو وغندل.
کاناډا مېشتو افغانانو د امریکا پر ضد لاریون وکړ
په کاناډا کې مېشتو سلګونو افغانانو د یوه لاریون په ترڅ کې د افغانستان په اچین ولسوالۍ د امریکا له خوا د تر ټولو ستر بم کارول په کلکو ټکو وغندل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لاریون کوونکو د امریکا ضد شعارونه ورکول او له امریکا یې وغوښتل، چې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.
د دوی شعارونه، «امریکايي او ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي، د افغانانو وینې تویول ودروۍ، آزاد افغانستان او کاناډا د جګړې ضد حکومت غواړي.»
باید و ویل شي، چې امريکايي ځواکونو تېره پنجشنبه د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو تر ټولو لوی غير اټومي بم وغورځاوه.
د دغه بم غورځول په افغانستان کې په کور د ننه او نړيواله کچه ستر غبرګونونه راوپارول، چې ځینو په کلکو ټکو وغانده او ځینو یې ملاتړ وکړ.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین