په هند کې د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکو ویلي پېښه نن سهار د هند په میاچال پردیش کې رامنځ ته شوې ده.
ځايي چارواکو ویلي بس موټر په یوه وړه دره کې تر له سړک نه تر وتلو او چپه کېدو وروسته یوه واړه سیند ته لوېدلی دی.
د دوی په خبره په پېښه کې ۴۵ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي، چې د ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
جمهورآژانس: کابل