۰
اېکسپرس ترېبون:

ښايي ډونالډ ټرمپ به پر پاکستان د فشارونو نوې لړۍ پيل کړي

چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۴
پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ترېبون پاکستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر د سفر په اړه یو مطب خپور کړی او ویلي یې دي، چې دغه سفر به پر پاکستان د امریکا فشار لا ډېر کړي.
ښايي ډونالډ ټرمپ به پر پاکستان د فشارونو نوې لړۍ پيل کړي
پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ترېبون پاکستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر د سفر په اړه یو مطب خپور کړی او ویلي یې دي، چې دغه سفر به پر پاکستان د امریکا فشار لا ډېر کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د مطلب لیکوال ویلي، د ماسټر له خبرو ښکاري، چې امریکا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان له کړنو ناخوښه ده.
هغه زیاته کړې، له پاکستانه د مک ماسټر دا غوښتنه چې د ټولو ترهګرو ډلو سره دې یو شان مبارزه وکړي دا څرګندېږي، چې دا یو سنجول شوی پیغام دی د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پر پاکستان د فشارونو نوې لړۍ پيل کړي
پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپرېس ټریبون په یوه مطلب کې - چې سرلیک یې دی د ډونلډ ټرمپ د سلاکار سفر به پر پاکستان فشار لا ډیر کړي - دغه هېواد ته د امریکا د ملي امنیت سلاکار سفر ته کتنه کړې.
د مطلب لیکوال وايي، له پاکستان د مک ماسټر دا غوښتنه چې له ټولو ترهګرو ډلو سره یو شان مبارزه وکړي، دا ډاګیزوي چې دا سنجول شوی پیغام دی او ښيي د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پر پاکستان د فشارونو نوې لړۍ پيل کړي.
ورځپانې ویلي، امریکايي پلاوي ټینګار کړی چې له ټولو ترهګرو ډلو سره باید پاکستان مبارزه وکړي، نو دا ښيي چې امریکا له ترهګرو ډلو سره د پاکستان له چلند خوښه نه ده.
ورځپاڼه زیاتوي مک مسټر د دې لپاره سیمې ته راغلی چې د سیمې په اړه د ښاغلي ټرمپ د کړنلارې له په ډاګولو وړاندې د وضعیت ارزونه وکړي.
ویل کېږي، مک ماسټر تېره ورځ پاکستاني چارواکو ته مخامخ و ویل، چې نور له نیابتي جګړو لاس واخلي او د ټولو ترهګرو پر وړاندې یو شان مبارزه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار پاکستاني چارواکو ته ویلي، هېڅوک او هېڅ هېواد له ترهګرو او وسله والو طالبانو ملاتړ نه شي کولی او هېڅوک باید دغه ډلې په ښو او بدو و نه ویشي.
هغه ویلي، چې امریکا نور د افغانستان جګړه اوږدول نه غواړي او په وینا یې د سیمې ډول هېوادونه باید د افغانستان د سولې او امنیت په برخه کې جدي هڅې وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین