۰

د زابل د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی

چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۲
امنیتي چارواکي وايي، د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان سیف الله هوتکي په یوه ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د زابل د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی
امنیتي چارواکي وايي، د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان سیف الله هوتکي په یوه ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه یوولس نیمې بجې د شنکۍ ولسوالۍ د سیوري په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال میرویس خان نورزی وايي، وسله والو طالبانو د سیوري سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته برید کړی و.
نوموړي زیاته کړه، چې د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان سیف الله هوتکي یادې سیمې ته د پولیسو مرستې ته ور روان و، چې د لارې په اوږدو کې یې پر ټانګ ماین چاودنه شوې.
دی زیاتوي، چې په چاودنه کې امنیه قوماندان هوتکي له خپل یوه ساتونکي سره وژل شوی او څلور نور پولیس ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین