۰

ترکیه کې بېړنی حالت ۳ میاشتې وغځول شو

چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۱
د رسنیو د راپور له مخې د ترکیې د ملي امنیت شورا پرېکړه کړې چې سر له نن یا د اپریل له ۱۹ تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې بېړنی حالت وغځوي.
ترکیه کې بېړنی حالت ۳ میاشتې وغځول شو
راپورونه وايي، د ترکیې د ملي امنیت شورا په دغه هېواد کې بېړنۍ حالت تر دریو میاشتو پورې غځولې دی.
د رسنیو د راپور له مخې د ترکیې د ملي امنیت شورا پرېکړه کړې چې سر له نن یا د اپریل له ۱۹ تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې بېړنی حالت وغځوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، د ترکیې پارلمان هم د بېړني حالت دغه طرحه تصویب کړې ده.
د ترکیې ملي امنیت شورا د خپل دغه کار موخه، د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی، د ګولن د پاتې شونو تصفیه او په هېواد کې د تل پاتې ثبات راوستل بللي دي.
د ترکیې حکومت وايي په راتلونکې کې د هر ډول ترهګریز برید او ګدوډۍ د مخنیوي په خاطر یې د بېړني حالت موده غځولې ده او د حکومت د مخالفو ډلو پر وړاندې به اړین اقدامات لا هم جاري وي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین