۰
مودي:

د افغانستان د سولې او ثبات له پاره به هېڅ راز هڅې ونه سپمو

چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۲
د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي یو ځل بیا ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کېدو په برخه کې خپلې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
د افغانستان د سولې او ثبات له پاره به هېڅ راز هڅې ونه سپمو
د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي یو ځل بیا ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کېدو په برخه کې خپلې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو ویلي، ښاغلي مودي دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر سره د کتنې پر مهال کړې دي.
په دغه لیدنه کې دوى دواړو د ترهګرۍ پر وړاندې پر روانې مبارزې او د افغانستان پر سولې او امنيت تفصيلي خبرې کړې دي.
هندي رسنۍ وايي، د امريکا د ملي امنيت سلاکار د هند له لومړي وزير سره په ټوله کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې، د طالب او داعش وسله والو د ورانکاريو د مخنيوي پر لارو چارو او اقداماتو بحث وکړ.
په دې لیدنه کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ډاډ ورکړ چې د افغانستان په سوله او امنیت کې به له هېڅ راز هڅو ډډه و نه کړي.
باید و ویل شي، چې مک ماسټر لومړی افغانستان ته راغلو له افغان چارواکو سره یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او ځینو نورو موضوعاتو خبرې وکړې او له هغې وروسته پاکستان او هند ته ولاړ.
له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال ماسټر هغوی ته ویلي، چې هېڅ هېواد باید له ترهګرو ملاتړ ونه کړي او د ښو او بدو ترهګرو د ملاتړ پالیسي پرېږدي.
هغه ویلي چې امریکا نور د افغانستان د جګړې اوږدېدل نه غواړي او د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې د سولې او ثبات له پاره ریښتیني هېڅې وکړي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین