۰

چين د وريښمو لارې د نړيوال کولو لپاره غونډه جوړوي

چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۵
چین د خپلو ملګرو او متحدیتونو پر مټ غواړي د ورېښمو لار نړیواله کړي او د نړیواله کولو له پاره یې د یوې لویې غونډې د جوړېدو په حال کې دی.
چين د وريښمو لارې د نړيوال کولو لپاره غونډه جوړوي
چین د خپلو ملګرو او متحدیتونو پر مټ غواړي د ورېښمو لار نړیواله کړي او د نړیواله کولو له پاره یې د یوې لویې غونډې د جوړېدو په حال کې دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین له خوا د کال دغه تر ټولو لویه دیپلوماتیکه غونډه ښايي په راتلونکې کې می میاشت کې وشي، چې په کې به د ورېښمو د نوې لارې په پلان باندې خبرې وشي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر یانګ یي، د سه شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د ګډونوالو لیست اعلان کړ او و ویل چې په دې غونډه کې د اسیا، افریقا او اروپا د ١١٠ هیوادونو مشران او استازي ګډون کوي.
هغه ویلي، چې د یو کمربند یوې لارې نوښت یوه خورا مهمه پروژه ده چې چین نړۍ ته وړاندیز کړې او ګټه یې ټولو هېوادونو ته رسېږي.
د "یو کمربند یوه لار" په نامه د وریښمو د نوې لارې نوښت د چین ولسمشر شي جن پینگ کړی دی چې اسیا، افریقا او اروپا سره نښلوي.
په دغه تاریخي پروګرام کې د اورګاډو، سمندري بندرونو او د بریښنا د تولید په برخه کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کېږي.
چین د وریښمو د نوې لارې صندوق ته ۴٠ میلیارد ډالر ځانگړي کړي دي او دغه فکر د دې سبب شو چې د چین په ملاتړ د ٥٠ میلیاردو ډالرو په پانګه د اسیایي زیربنایي پانګونو بانک رامنځ ته شي.
باید و ویل شي، چې افغانستان هم دغه پروژه د خپلې اقتصادي ودې او د ثبات لپاره مهمه ګڼلې او ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې غواړي هېواد یې د سیمې په ترانزیتي څلور لارې بدل شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین