مک ماسټر:

د پاکستان په ګډون دې هېڅ هېواد له ترهګرو ملاتړ نه کوي/ امریکا نه غواړي نور په افغانستان کې روانه جګړه اوږده شي

29 حمل 1396 ساعت 9:29

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار وايي، هېڅوک او هېڅ هېواد له ترهګرو او وسله والو طالبانو ملاتړ نه شي کولی او هېڅوک باید دغه ډلې په ښو او بدو و نه ویشي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار وايي، هېڅوک او هېڅ هېواد له ترهګرو او وسله والو طالبانو ملاتړ نه شي کولی او هېڅوک باید دغه ډلې په ښو او بدو و نه ویشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چې تېره ورځ له کابل وروسته اسلام اباد ته تللی و، له پاکستاني چارواکو سره یې په لیدنه کې دغه څرګندونې کړې دي.
ماسټر زیاته کړې، چې امریکا نه غواړي نور په افغانستان کې روانه جګړه اوږده شي او له خپلو ټولو سیمه ییزو ملاتړو غواړي چې په د دې جګړې ددرولو لپاره سره یو لاس شي.
د ده په وینا د افغان حکومت پر وړاندې هر ډول مسلحانه مخالفت به وځپل شي او د دې کار لپاره ګڼې لارې شته دي خو، افغان ولسمشر تر اوسه د سولې لار نېولې ده.
نوموړي پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې ویلي هېڅوک او هېڅ هېواد له ترهګرو او وسله والو طالبانو ملاتړ نه شي کولی او هیڅوک باید دغه ډلې په ښو او بدو و نه ویشي.
هغه زیاته کړې، چې د پاکستان په ګډون د سیمې ټول هېوادونه باید په افغانستان کې د امنیت او ثبات په راوستو کې هڅه وکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93465

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93465/

جمهور
  https://www.jomhornews.com