۰
خلیلزاد:

د کرزي وروستۍ څرګندونې د افغانستان په ګټه نه دي

يکشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۴
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرګندونې د افغانستان او سولې په ګټه نه دي.
د کرزي وروستۍ څرګندونې د افغانستان په ګټه نه دي
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرګندونې د افغانستان او سولې په ګټه نه دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ په یوه کنفرانس کې پر امریکا سختې نیوکې وکړې او د امریکا له خوا یې د افغانستان په اچین ولسوالۍ کې د تر ټولو ستر بم یا د بمونو مور کارول په کلکو ټکو وغندل.
ښاغلي کرزي د امریکا دغه کړنه د افغانانو سپکاوی وباله او ویل یې پرېکړه یې کړې، چې امریکا له افغانستانه وباسي.
ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې وویل« امریکا دا خاوره دومره بې ارزښته او بې څښتنه وګڼله چې د داعش په پلمه تر ټولو زورور بم يې زموږ پر خاوره استعمالوي، ما د یوه فرد په توګه پرېکړه کړې، چې نور به امریکا له دې خاورې باسم که دوهم کس راسره ودرېږي او که نه.»
نوموړي د امريکا دغه بريد اتوم ته ورته بم وباله او له امریکايي چارواکو يې وپوښتل چې ولې يې داعش دوه کاله پرېښود چې د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې راشي؟
پخواني ولسمشر په امریکا تور پورې کړ چې په دغه بمي بريد کې يې د داعش ډله نه ده په نښه کړې، بلکې نوی جوړ شوی بم يې ازمويلی دی.
خو په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي، چې د حامد کرزي دغه څرګندونې د افغانستان په تاوان دي.
هغه په خپل ټوېټر کې لیکلي« کرزی یو ملګری دی خو دغه نيوکه يې له اندازې زياته ده او د سولې پرمختګ او افغانستان په ګټه نه ده»
باید و ویل شي چې امریکا د تېرې پنشنبې شپه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ټولو بمونو د مور په نوم بم وکارولو.
امریکايي او افغان چارواکو ویلي، چې دغه بم د داعش پر مرکزونو غورځول شوی، چې په کې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۹۴ داعشیان وژل شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین