ننګرهار کې ۵۷ تنه داعشیان او وسله وال طالبان وژل شوی

10 حمل 1396 ساعت 10:39

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د طالبانو د یوه ولسوال په ګډون ۵۷ تنه طالب او داعش وسله وال وژل شوي دي.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د طالبانو د یوه ولسوال په ګډون ۵۷ تنه طالب او داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه هوايي بریدونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار په کوټ، خوږیاڼو، هسکه مېنه او نازیانو ولسوالیو کې تر سره شوي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، لومړی د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان کمانډو ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۷ داعشیان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خېلو سیمه کې د برید پر مهال ۲۴ وسله وال طالبان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې یو هم د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال او دغه راز درې قوماندانان شامل دي.
د امنیه قومانداني ویاند وايي، د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز او د نازیانو ولسوالۍ په پینې ژۍ سیمو کې هم بهرنیو ځواکونو پر وسله والو هوايي بریدونه کړي.
ده وویل، چې په دغه بریدونو کې د دریو بهرنیانو په ګډون ۶ داعش وسله وال وژل شوي او د وسله والو مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهامت هم له منځه وړل شوی دي.
په دغه بریدو کې د ولسي وګړو او افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، او نه هم دغه دواړو وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 92803

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92803/

جمهور
  https://www.jomhornews.com