روسیه وايي، د امریکا نظامي بېړۍ د ټولې نړۍ امنیت ته ګواښ دي

10 حمل 1396 ساعت 9:15

روسیه وايي په بېلو هېوادونو کې د امریکا دنظامي بېړۍ او راکټ ضد دفاعي سیستمونو موجودیت د ټولې نړۍ امنیت ته ګواښ جوړوي.


روسیه وايي په بېلو هېوادونو کې د امریکا دنظامي بېړۍ او راکټ ضد دفاعي سیستمونو موجودیت د ټولې نړۍ امنیت ته ګواښ جوړوي.
د جمهور آژنس د خبر له مخې د روسیې د پوځ عملیاتي قومندان ویکتور پوزنیخیر ویلي، د امریکا نظامي بېړۍ د روسیې په شاوخوا اوبو کې ګرځي چې ډېری یې پر درنو وسلو او توغندیو سمبال دي.
ویکتور په جنوبي کوریا کې د امریکا د تاد دفاعي سیستم فعالولو ته په اشارې ویلي، چې د امریکا دغه کار د چین او روسیې ملي امنیت ته ګواښ دی او باید امریکايي چارواکي یې د چارو د درولو لپاره اقدام وکړي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې دغه ډول حرکتونه پر روسیه د اټومي برید زمینه برابرولی شي او له امریکايي چارواکو یې غوښتي چې په سیمه کې د ثبات لپاره دې له دغه ډول تحرکاتو لاس واخلي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 92799

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92799/

جمهور
  https://www.jomhornews.com