پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر افغان خاوره توغندي ویشتلي

9 حمل 1396 ساعت 9:02

سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا ډېورنډ کرښې ته څېرمه په ننګرهار ولایت راکیټي بریدونه کړي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا ډېورنډ کرښې ته څېرمه په ننګرهار ولایت راکیټي بریدونه کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو پر مومندرې، نازیانو او لعل پورې ولسوالیو باندې راکېټي بریدونه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستان ځواکونو له لوري ۳۰ د هاوان مرمۍ په یادو سیمو توغول شوې، خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.
باید و ویل شي، چې د تورخم لارې له خلاصېدو سره د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغان خاوره راکېټي بریدونه درېدلي و، خو تېره ورځ یې یو ځل بیا پر دغه کار لاس پورې کړی دی.
پاکستان نه یوازې راکېټي بریدونه یو ځل بیا کړي، بلکې تر څنګ یې په ډېورنډ کرښه د اغزنو کټارو د لګولو چارې هم پیل کړې دي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 92754

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92754/

جمهور
  https://www.jomhornews.com