عبدالله عبدالله:

پاکستان دې پر ډيورنډ کرښه په حساسو مسایلو کې لاسوهنه نه کوي

7 حمل 1396 ساعت 13:29

د افغانستان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، پاکستان دې پر ډيورنډ کرښه په حساسو مسایلو کې لاسوهنه نه کوي، ځکه په وینا یې دا اقدامات د دواړو هېوادونو ترمنځ سیمه ییزه همکاري اغیزمنولی شي.


د افغانستان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، پاکستان دې پر ډيورنډ کرښه په حساسو مسایلو کې لاسوهنه نه کوي، ځکه په وینا یې دا اقدامات د دواړو هېوادونو ترمنځ سیمه ییزه همکاري اغیزمنولی شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ مشر څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په ډېورنډ کرښه یې د اغزنو کټارو لګول پیل کړي دي.
جنرال قمر جاوید باجوه ویلي و، چې د اغزنو کټارو له لګولو یې مخه دا ده، چې پر دغه کرښه د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیسي.
خو د افغان حکومت اجرائیه ریس پر ډيورنډ فرضي کرښه د پاکستان له لوري د اغزن سیم پر غځولو نیوکه کړې ده او ویلي یې دي، دغه ډول اقدامات نه یوازې ددواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ښې کولی نه شي، بلکې دا اړیکې لا ترینګلې کوي.
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د پاکستان دغه اقدامات ترهګر نه شي ځپلی، بلکې پراخو کارونو ته اړتیا ده.
نوموړی وايي، پاکستان دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره رښتینې همکاري وکړي او د هغو ترهګرو پر وړاندې دې جدي اقدام وکړي چې د دوی په خاوره کې مرکزونه لري.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 92669

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92669/

جمهور
  https://www.jomhornews.com