جنرال رازق وايي طالبان یې له نېش ولسوالۍ څخه ایستلي

6 حمل 1396 ساعت 9:18

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت په نېش ولسوالۍ کې سخته ماته خوړلې او درنده مرګ ژوبله ورته اوښتې.


د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت په نېش ولسوالۍ کې سخته ماته خوړلې او درنده مرګ ژوبله ورته اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو نېږدې دوه اونۍ وړاندې د کندهار د نېش ولسوالۍ په مرکز بریدونه پیل کړل او د دغه ولسوالۍ د نیولو هڅه یې وکړه.
خو د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق تېره ورځ وویل، چې طالبانو په دغه ولسوالۍ کې ماته خوړلې او شاه تګ ته اړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د جګړې پر مهال تر ۷۰ زیاته طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د جنرال رازق په خبره دا مهال د ولسوالۍ ټولې سیمې د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي او چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.
د کندهار امنیه قوماندان دغه راز وايي، په دې جګړه کې ۲۰ تنو افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندهار


کد مطلب: 92627

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92627/

جمهور
  https://www.jomhornews.com