پنټاګون:

په پکتیکا کې د القاعده شبکې یو مهم غړی وژل شوی دی

6 حمل 1396 ساعت 9:09

د امریکا دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې په یوه هوايي برید کې د القاعده شبکې یو مهم غړی وژلی دی.


د امریکا دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې په یوه هوايي برید کې د القاعده شبکې یو مهم غړی وژلی دی.
د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قاري یاسین په پکتیکا کې د القاعده شبکې ځايي مشر و او په ګڼو بریدونو کې یې لاس درلود.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قاري یاسین د دوو امریکايانو په وژلو تورن و او همدا راز یې په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا پر کرکټ ټیم برید کړی و.
د خبرپاڼې له مخې دغه هوايي برید د مارچ میاشتې په ۱۹ نیټه یوې بې پیلوټه الوتکې کړی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 92626

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92626/

جمهور
  https://www.jomhornews.com