بنګلدیش کې ځانمرګی برید شوی دی

5 حمل 1396 ساعت 9:38

د بنګلدیش امنیتي چارواکي وايي، د دغه هېواد په پلازمینه ډاکه کې ځانمرګی برید شوی دی، خو چا ته یې زیان نه دی اړولی.


د بنګلدیش امنیتي چارواکي وايي، د دغه هېواد په پلازمینه ډاکه کې ځانمرګی برید شوی دی، خو چا ته یې زیان نه دی اړولی.
د جمهور آژانس د خبر هل مخې چارواکو ویلي، چې ځانمرګي په ځان پورې تړیو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې خو چا ته یې زیان نه دی اړولی.
پولیس وايي، بریدګر غوښتل چې د ډاکه ښار هوايي ډګر ته ولاړ شي خو پر سړک یې چاودنه کړې ده.
دوی زیاتوي، چې د بریدګر هویت نه دی معلوم خو ښايي د ۲۵ او ۳۰ کلونو تر منځ کس وي.
داعش ډلې د دغه برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.
دا په روانه میاشت کې دا دویم ځانمرګی برید دی چې د بنګلدیش په پلازمینه ډاکه کې کېږي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 92583

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92583/

جمهور
  https://www.jomhornews.com