ټيلرسون:

د داعش له منځ وړل د ټرامپ د ادارې لومړۍ موخه ده

3 حمل 1396 ساعت 9:25

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تلرسن وايي، په منځني ختيځ کې د داعش ماتول د امريکا لومړۍ درجه موخه ده.


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تلرسن وايي، په منځني ختيځ کې د داعش ماتول د امريکا لومړۍ درجه موخه ده.
د جمهورآژانس د خبر له مخې ټیلرسون د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف د دوه ورځني کنفرانس په لومړۍ ورځ اعلان وکړ چې د اسلامي دولت د ډلې له منځه وړل د دونالد ټرمپ د ادارې په لومړیتوبونو کې دي.
نوموړي ویلي، چې د داعش کمزوري کول يې وروستی هدف نه دی، بلکه په منځني ختيځ کې د دې ډلې له پښو غورځول د امريکا لومړۍ درجه موخه ده.
هغه وايي، د داعش ضد ایتلاف پوځي ځواک به په ټولو هغو ځایونو کې پاته شي چې هلته د داعش "جعلي خلافت" موجود وي.
باید و ویل شي، چې د داعش ضد نړيوال کنفرانس پرون په واشنګټن کې پرانيستل شو، چې د نړۍ د ۶۸ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پکې ګډون کړی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 92543

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92543/

جمهور
  https://www.jomhornews.com