>> جمهور - روسیه غواړي د افغان پوځ وسلې ترمیم کړي - نسخه قابل چاپ

روسیه غواړي د افغان پوځ وسلې ترمیم کړي

30 حوت 1395 ساعت 8:36

رپورونه وايي، روسیه غواړي له افغانستان سره د الوتکود ترمیم په برخه کې مرسته وکړي او د MI-۲۴ چورلکو په ګډون د افغان پوځ وسلې ترمیم کړي.


رپورونه وايي، روسیه غواړي له افغانستان سره د الوتکود ترمیم په برخه کې مرسته وکړي او د MI-۲۴ چورلکو په ګډون د افغان پوځ وسلې ترمیم کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې یو روسي شرکت سپوتنیک خبري آژانس ته کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان له دفاع وزارت سره یې خبرې روانې دي او د پخوانیو روسي وسلو د ترمیم ګڼ تړونونو یې لاسلیک ته تیار کړي دي.
سرچینې ویلي، چې دوی غواړي د ملي دفاع وزارت ځينې وسلې د MI-۲۴ هیلکوپترو په ګډون ترمیم کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف هم ویلي و، چې له افغانستان سره به د نورو مرستو تر څنګه د دغه هېواد نظامي کدرونه هم روزي.
په ورته وخت کې حنیف اتمر هم روسیې ته د خپل سفر پر مهال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و، چې د افغانستان او روسیې تر منځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي او مسکو غواړي په نظامي برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 92510

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92510/

جمهور
  https://www.jomhornews.com