د کندهار د نیش ولسوالۍ پر مرکز ځانمرګی برید شوی دی

29 حوت 1395 ساعت 11:47

د کندهار لوړ رتبه چارواکي وايي، د دغه ولایت د نېش ولسوالۍ په مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې نېږدې لسو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کندهار لوړ رتبه چارواکي وايي، د دغه ولایت د نېش ولسوالۍ په مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې نېږدې لسو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې ویلي، چې برید تېره ورځ ماښام مهال د نېش ولسوالۍ په مرکز باندې شوی دی.
سرچینې ویلي، طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې د نېش ولسوالۍ په مرکز او شا او خوا سيمو کې له تېرو څو ورځو راهيسې خورا سخته جګړه روانه کړې ده، چې په وروستي اقدام کې یې موټر بم ځانمرګی برید وکړ.
دغه سرچینې ویلي، چې په برید کې تر لسو پورې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک بريد تاييد کړ، خو ويې ويل چې د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.
باید وویل شي، چې شا او خوا لس ورځې مخکې طالبانو د نېش ولسوالۍ پر مرکز او امنيتي پوستو پراخه بريدونه وکړل، چې اوس هم په ګڼو سيمو کې نښتې روانې دي.
جمهورآژانس:کندهار


کد مطلب: 92482

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92482/

جمهور
  https://www.jomhornews.com