ننګرهار کې ۱۶ داعشیان وژل شوي دي

28 حوت 1395 ساعت 12:12

په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، د افغان پوځ کومانډو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ داعش وسله وال وژلي دي.


په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، د افغان پوځ کومانډو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ داعش وسله وال وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه عملیات تېره شپه د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي ملاتړ په ترڅ کې تر سره شوي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې عملیات د ملي اردو د کومانډو ځواکونو له خوا تر سر شول.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ګڼې سیمې د داعش له فعالیته پاکې کړای شوې او دغه راز ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او دغه راز څلور کړۍ ماینونه هم شنډ کړای شوي دي.
تر اوسه داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 92437

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92437/

جمهور
  https://www.jomhornews.com