پکتیکا کې چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

4 حوت 1395 ساعت 14:31

سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ټول یې ولسي وګړي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ټول یې ولسي وګړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن ماسپښین مهال د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د جاني خېلو ولسوال ملک ظاهر خان وايي، چاودنه د ولسوالۍ د بازار په مرکزي څلور لارې کې د یوه موټر سایکل په مټ تر سره شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان شوي دي، خو د پکتیکا امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالروف مسعودي وايي په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي، چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه شي.
ولسوال وایي وژل شوي او ټپیان ټول ولسي وګړي دي، چې په سیمه کې یې دوکانداري کوله.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم د پکتیکا په اروګون ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.
جمهورآژانس:پکتیکا


کد مطلب: 91593

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/91593/

جمهور
  https://www.jomhornews.com