پاکستان د افغان کډوالو ۵۰۰ کورنۍ په زور ایستلې دي

4 حوت 1395 ساعت 14:03

د کندهار ولایت چارواکي وايي، پاکستان له بلوچستان ایالت څخه ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ په زور ایستلې دي.


د کندهار ولایت چارواکي وايي، پاکستان له بلوچستان ایالت څخه ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ په زور ایستلې دي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک زیاتوي، چې دغه کورنۍ د کندهار ښوراوک ولسوالۍ ته په زور را لېږل شوې دي.
د خپلواک په خبره دغه کورنۍ تر دې دمه د ښوراوک ولسوالۍ په سرلت، نوشکي، شېراني او سابان سیمو کې اوسي.
ویل کېږي، یادو کورنیو ته د سیمې خلکو په خپلو کورونو کې ځای ورکړی دی، خو د کندهار د والي ویاند وايي، حکومت هڅه کوي چې د بېرته رالېږل شویو کډوالو هویت څرګند کړي او د هغوی له اړتیا سره سمې مرستې ورسره وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت روانه میاشت پرېکړه وکړه چې افغان کډوال د ۲۰۱۷ تر پایه پورې په پاکستان کې اوسېدای شي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 91590

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/91590/

جمهور
  https://www.jomhornews.com