ننګرهار کې د یوه قوماندان په ګډون ۳۰ داعشیان وژل شوي

4 حوت 1395 ساعت 11:26

امنیتي چارواکي وايي، په ختیځ ننګرهار ولایت کې د پوځي عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۳۵ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي چارواکي وايي، په ختیځ ننګرهار ولایت کې د پوځي عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۳۵ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آزانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکي زیاتوي، چې داعشیانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې.
د یاد قول اردو نه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ګډونو ځواکونو په اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې هوايي او ځمکني عملیات کړي دي.
سرچینه وايي، په دغه عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۳۰ داعش وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
خو داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 91585

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/91585/

جمهور
  https://www.jomhornews.com