د چارسدې په برید کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

3 حوت 1395 ساعت 11:15

پاکستاني پولیس وايي، د خیبرپښتونخوا په چار سده کې د شوې چاودنې له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


پاکستاني پولیس وايي، د خیبرپښتونخوا په چار سده کې د شوې چاودنې له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سهار د چارسده کې د یوې محکمې مخې ته شوي دي.
د چارسېدې د پولیسو مشر سهېل خالد رسنیو ته ویلي، دوه ځانمرګو غوښتل، چې محکمې ته د ننه شي او بریدونه وکړي، خو د محکمې د ساتونکو له خوا پرې ډزې شوې.
نوموړی وايي د ساتونکو د ډزو په ترڅ کې دوه ځانمرګي وژل شوي او د لاسي بم په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د خېبر پښتونخوا د روغتيا وزير شهرام ترکۍ په چارسده، مردان او پېښور روغتونونو کې بېړنى حالت اعلان کړی دی.
دا په تېرو څو ورځو کې څوم برید دی، چې په پاکستان کېږي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 91536

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/91536/

جمهور
  https://www.jomhornews.com