ناپېژانده وسله والو لغمان کې د یوې کورنۍ لس غړي وژلي

2 حوت 1395 ساعت 11:24

چارواکي وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو په لغمان ولایت کې ۱۴ غړو ته مرګ ژوبله اړولې، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.


چارواکي وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو په لغمان ولایت کې ۱۴ غړو ته مرګ ژوبله اړولې، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه ۷:۳۰ د دې ولایت د بادپښ ولسوالۍ د مروت کڅ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي ویلي، چې ناپېژانده وسله والو کسانو یاد کور ته بم ورغورځولی، چې له امله یې د یادې کورنۍ یو شمېر غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځواک وايي والي د یادې ولسوالۍ اړونده چارواکو ته دنده سپارلې تر څو د یادې پېښې په اړه بشپړ تحقیقات وکړي او معلومات یې له دوی سره شریک کړي.
که څه هم ویل کېږي، په دغه پېښه کې د یادې کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي، خو ځینې شرچینې زیاتوي، چې په دې پېښه کې ۱۷ تنه وژل شوي دي.
د دغه کورنۍ ځینې خپلوان وايي، چې دوی له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده او نه پوهېږي، چې دا کار به چا کړی وي.
خو ځینې سرچینې وايي، د یادې کورنۍ یو تن مخکي د یوه نظامی امبولانس موټر چلوونکی و او وسله والو کسانو څو ځلې ګواښ ورته کړی و، چې د همدې ګواښونو له امله هغه اوس دنده هم پرېښې وه.
تر اوسه د دغه پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:لغمان


کد مطلب: 91476

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/91476/

جمهور
  https://www.jomhornews.com