لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي ننګرهار ته ولاړل

1 حوت 1395 ساعت 12:05

سیمه ییز چارواکي وايي، د پاکستان د راکېټي بریدونو د څېړلو له پاره لوړ پوړي افغان امنیتي چارواکي ننګرهار ولایت ته تللي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، د پاکستان د راکېټي بریدونو د څېړلو له پاره لوړ پوړي افغان امنیتي چارواکي ننګرهار ولایت ته تللي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان پوځ مشر جنرال قدم شاه شهیم، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان او د ملي امنیت مرستیال ادیب فهیم ختیځ ته تللي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، له تېرو دریو ورځو راهیسې د هېواد په ختیځو برخو کې د پاکستان له خوا د سرحدي اصولو نه سرغړونه شوې ده.
د همدې موضوع د څېړنې په موخه افغان لوړ پوړي امنیتي چارواکي ننګرهار ولایت ته تللي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش د پاکستان له خوا د سرحدي سرغړونو د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکي هڅې روانې دي او که دغو سرغړونو دوام وکړ، د افغانستان ملي اردو به د خپل رسالت له مخې د افغانستان له خاورې څخه دفاع وکړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي د دغه چارواکو د ورتګ پخلي کوي او وايي، د لعل پورې پر ولسوالۍ د پاکستانیو راکټي بریدونو د دفاع په خاطر افغان ځواکونو ته د چمتوالي او تیارسئ امر شوی دی.
د چارواکو په خبره پاکستان له تېرو دوه ورځو راهیسې د ننګرهار په لعمل پوره او د کنړ ولایت په دوه ولسوالیو ۴۴۰ توغندي ویشتلي، چې ځینې یې مرګ ژوبله هم لري.
جمهورآژانس: ننګرهار


کد مطلب: 91439

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/91439/

جمهور
  https://www.jomhornews.com