غزني کې د القاعده مهم غړی او د پاکستاني وسله والو مشر وژل شوی

1 حوت 1395 ساعت 11:11

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت ځواکونو په غزني ولایت کې د القاعده شبکې یو مهم قوماندان سیف الله اختر وژلی دی.


د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت ځواکونو په غزني ولایت کې د القاعده شبکې یو مهم قوماندان سیف الله اختر وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ریاست نه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د روان کال د جنوري په نهمه د غزني په ناوه ولسوالۍ کې د عملیاتو وکړ.
سرچینه وايي، د دغه عملیاتو په ترڅ کې د القاعده شبکې یو مهم غړی سیف الله او د هغه يو ملګری وژلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي سیف الله اختر د القاعده شبکې مهم غړی وو چې د طالبانو د رژیم پر مهال یې په افغانستان کې د پاکستاني جګړه مارو مشري کوله او د دېرشو زرو په شاوخوا کې پاکستاني اورپکي یې منځنۍ آسیا ته د جګړې لپاره په افغانستان کې راغونډ کړي وو.
د ملي امنيت خبرپاڼه زياتوي چې وژل شوي سيف الله اختر يو مهال په بګرام کې د القاعده له اوسني مشر ایمن الظواهري سره په ګډه د ترهګرو د یوه مهم مرکز مشري هم په غاړه درلوده او په دې سربېره یې په ریشخور کې د بهرنیو ترهګرو د یو نظامي کمپ سرپرستي کوله.
خبرپاڼه زیاتوي، چې سیف الله اختر دوه ځلې په پاکستان کې نیول شوی هم وو خو په زور دواړه ځله له زندانه را خوشی او افغانستان ته د جګړې لپاره را ولېږل شو.
ويل کيږي چې نوموړي له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پر ضد د پاکستانۍ وسله والې ډلې مشري کوله.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 91434

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/91434/

جمهور
  https://www.jomhornews.com