ولسمشر غني له یو شمېر امریکايي او اروپايي چارواکو سره لیدلي

1 حوت 1395 ساعت 8:01

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر امریکايي او اروپايي چارواکو سره جلا جلا کتلي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر امریکايي او اروپايي چارواکو سره جلا جلا کتلي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه لیدنې تېره ورځ په بروکسل کې د مونشن له کنفرانس وړاندې تر سره کړي دي.
له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني د امریکا له دفاع وزیر جیمز متېس، د ناروې له لومړي وزیر او د المان له لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل سره کتلي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د امریکا له دفاع وزیر سره د کتنې پر مهال دواړو خواوو د بېلابېلو مسایلو تر څنګ د افغان ځواکونو د تهجیز او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبازرې په اړه هم خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې ولسمشر د ناروي شاهي هېواد له صدراعظم سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه یې خبرې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې ولسمشر غني د ناروي له صدراعظم سره په خبرو کې ویلي چې که څه هم افغانستان د سولې غوښتونکی دی خو لاهم په سیمه کې ځینې عوامل شته چې سوله د خپلو ګټو په زیان بولي.
دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني د مونشن نړیوال امنیتي کنفراس په څنډه کې د المان له صدراعظمې انګیلا میرکل هم سره کتلي او د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 91424

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/91424/

جمهور
  https://www.jomhornews.com