مایک پینس:

امریکا به د افغان حکومت او ولس سره مرستو ته دوام ورکړي

1 حوت 1395 ساعت 7:51

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، متحده ایالات به د افغانستان له حکومت او ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، متحده ایالات به د افغانستان له حکومت او ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي پینس دغه څرګندونې په مونیخ کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د کتنې پر مهال کړې دي.
د ولسمشر غنی د ویاند له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي غني د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنګ کې د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي غني او مایک پینس د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سیمې د امنیت او له تروریزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ مایک پینس ویلي، چې افغانستان زموږ لپاره خاص اهمیت لري او د امریکا متحد ایالتونه به د افغانستان له حکومت او ولس سره مرستو ته دوام ورکړي.
ده د افغان امنیتي ځواکونو د زړورتیاوو او قربانیو قدرونه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د امریکا د روزنیز ځواک د شمېر د ډېرېدو په اړه د امریکا حکومت څېړنو او ارزونې ته لا دوام ورکوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 91423

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/91423/

جمهور
  https://www.jomhornews.com