په ننګرهار کې اووه تنه داعشيان نيول شوي دي

1 حوت 1395 ساعت 7:43

پوځي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې ۷ تنه داعش وسله وال، د تېښتې پر مهال ژوندي نیولي دي.


پوځي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې ۷ تنه داعش وسله وال، د تېښتې پر مهال ژوندي نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پوځي چارواکي زیاتوي، چې دغه داعش وسله والو د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې په هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو کې د داعش پرضد عملیات پيل شويو عملیاتو پر مهال نیول شوي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان جنرال محمد نسیم سنګين وايي، دغه کسان په هسکې مينې او رودات ولسوالیو کې نیول شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې دغو نیول شویو تنکيو ځوانانو سره د داعش ډلې اړوند اسناد هم نیول شوي دي.
په ورته وخت کې نیول شویو کسانو هم په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې ویلي، چې داعش ډلې ته ورغلي و، او هلته ورباندې سختي زیاته وه، نو کله یې چې غوښتل له سیمې وتښتي، د افغان ځواکونو له خوا ونیول شول.
د دغه کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو تر دې وړاندې په ننګرهار کې ګڼ شمېر نیول شوي داعشیان د پاکستان اوسېدونکي وو.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 91422

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/91422/

جمهور
  https://www.jomhornews.com